غزل
ځم له مينځه ځمه او نعرې کووم
اور رالګيدلې دې لمبې کووم
کله يم ژوندې ژوند خو وژلې يم
لاړم لمونځ د خپلې جنازې کووم
ياره زوتووم دې کلمه مې يي
ځان سره لګيا يم زمزمې کووم
بيرته راروان يم راجاروځمه
زړه د خداې په نور وينځم توبې کووم
يه د خداې بنده خله به دې ګونګه شی
څه واېې چې تاته به سجدې کووم
پير وهمی مې لاس په سر راښکلې دې
بيعت مې اخستې وظيفې کووم
وهمی اورکزې
Post a Comment