ځه ځواني لاړه،ستا د زلفو په ول نه وایمه
خو د حالاتو په نخرو به غزل نه وایمه۔
هره ښکلا د وخت هوا لکه خسڼي یوړه
تش د ریدي د سرو ګلونو د ټل نه وایمه۔
بس دا یو شې زما د فن د جوارۍ ګټه ده
چه زه سندرې د ژوندون په چل ول نه وایمه
ماته تمغه د بادرﺉ تړي خو شرط ﺉ دادې
چه به ددې خاورې اتل ته اتل نه وایمه ۔
چه ستا د ننګه پرې اور بل نه دې شیرنې پښتو،
ورته میین ستا د سايې د اوربل نه وایمه۔
بیا ولې هر سړې ویریږي د خپل سیوري نه هم،
ځه وشوه خیردې زه دې ښار ته ځنګل نه وایمه۔
شَلې وعدې د انتظار لوړې ژورې لارې،
دې کښې بې صبره زړه ته هیڅ کله مل نه وایمه۔
ما او حالاتو نن په دې دعا د خیر اوکړله،
ساز ته به ساز وایم خو غل ته به غل نه وایمه۔
د مینې دشتې د موټرو په پایو نه وهم،
زه دغه سیل ته ستا په لوري مزل نه وایمه۔
چه پکښې ناسته ده زما د امیدونو راڼۍ،
زه به د خپل فکر کهنډر ته محل نه وایمه؟
اندیش شمس القمر
Post a Comment