تنقيدي حقيقت نګاري
ليک: سليم راز
د ادب د نقادانو وېنا ده چې په طبقاتي معاشره کښې شاعر او فنکار کردار هم طبقاتي وي، دغه نکته نظر د عبدالحميد زاهد په شاعرۍ کښې دومره واضح دے چې د دې قول د صحيح تائيد او تصديق کوي، او عبدالحميد زاهد د خپل عصر او سماج يو ريښتونے شاعر او نمائنده فنکار ثابتوي، چې په شاعرۍ کښې ئې د خپلې خاورې د رنګ او بوئې امتزاج او د اولس د خوبونو او ارمانونو احتجاج يو شان په غورزنګ دے، او د زاهد د شعر مزاج او آهنګ ګرځيدلے دے.
چې کائنات ئې د ښکلا رنګونه هم وويني
دې تالا شوي ګلستان له سپرلے هم پکار دے
دغه د هغۀ د زړۀ اواز او د فکر ساز دے چې د هغۀ د ژور طبقاتي شعور ترجماني کوي، او هغه ئې د خپل پسنديد ليکوالو او همسفر ګرځولے دے، ځکه په ځائے وائي.
زاهده! نوره خوداري څنګه وي
په دار ئې کړم خو په سجده ئې نۀ کړم
د هغه د ژوند فلسفه ده او هم دغه ئې د شاعرۍ بنيادي نکته ده چې هغه ئې د انفرادي ګټې په ځائے د اجتماعي ژوند د سوکالۍ، د معاشرې د ښېرازۍ فکروعمل او د مبارز قلمکار په حېث منصبي وظيفې ته اماده کړے ځکه اعلانيه وائي چې اقرار شاعري نۀ ده، بلکې د ګړدې معاشرې او کلهم انسانيت د خورو ورو الميو او اجتماعي رويو سترګه وره او خلۀ وره شاعري ده، چې د انسانيت د بدبختيو او د هغه اسبابو نشاندهي هم کوي او د ورکاوي لارې چارې ئې هم ښائي.
څومره بدبخت دي د ازل کرښو ته سر ټيټوي
مونږ خوش نصيبو د صليب په سر خندا کړې ده
ځکه د زاهد شاعري د داخليت په ګرداب کښې د سر ړقولو شاعري نۀ ده بلکې د معروضي حقائقو په رڼا کښې د خارجي عناصرو نه د حرارت او حرکت موندلو، د ژوند او قوت نه ډکه، د بېدار ضمير د غږ په غېږه کښې تخليق شوې د انساني شرف او عظمت شاعري ده، چې د خواري کښو چخڼي شوې آرزوګانې د هغوي د عزم او زغم د ترانو په تار پېيلې پکښې لکه د زخم په خندا ښکاري، ځکه زړونه او ذهنونه متحرک کوي، پکښې د څۀ کولو جذبه او تحريک پيدا کوي، سماجي بدلون ته ئې پاروي، او په شعوري طور يا د نوي نظام فکر په عمل کښې راوستو ته ئې آماده کوي.
د يو نقاد قول دے چې ښه شاعري هغه ده چې لوستونکي په سوچ مجبور کړي، د زاهد شاعري خپل لوستونکي سوچ ته بلي هم او سوچ ورکوي هم، بلکې دغه خپل سوچ ئې د تخليق سبب ګرځي او دا سوچ دا شاعري ثابتوي چې شاعر د تخليق په وخت دا شعور لرلے دے، چې هغه څۀ ليکي؟ ولې او د چا دپاره ليکي؟ دې نه علاوه اشعار ئې د سوچ تابع ساتلي دي او څۀ چې ئې وئيلي دي د ذمه وارۍ په احساس او کمټمنټ (commitment)په ژبه ئې وئيلي دي او د هغه د نظم او غزل هر شعر او هر لفظ ئې هم ګواهي کوي، او د حال په ژبه وائي چې شاعر د خپل ماحول نه چې کوم اثر اخلي، هغه د هغۀ شاعرانه جذبات رالړزوي، د هغۀ احساسات چوکه کوي، او د هغۀ شعور رابيداروي، او دغه درې واړو ئې د تخليقي عمل حصه ګرځي، په دې حواله د ادب د عالمانو دا وېنا صحيح ثابتيږي چې د شعر و ادب تخليق پخپله يو سماجي عمل دے، نو شاعر اديب او فنکار د خپل سماج نه بيليدے نۀ شي، او تخليقي تجربه په خلا کښې نۀ کيږي، بلکې په معاشرتي ژوند کښې د خپل عصر په سياق و سباق کښې وجود مومي، ځکه په هر ليک، تخليق او فن کښې د تخليق کار د شخصيت سره سره د هغۀ سماج، عصر او حالات هم موجود وي، او ريښتونے فن هم هغه وي چې د فنکار د ذات، حسي تجربو او فکري رويو عکاسي کوي، د هغۀ د جمالياتي حسن، تنقيدي شعور او فنکارانه جمال ترجماني کوي، او د هغۀ د ماحول، عهد او کلچر د حالاتو، رجحاناتو او جمالياتو نمائندګي کوي چې د رواياتو، نوو تجربو او بدلېدونکيو اقدارو روح، فکر او نظر پکښې غړېږي.
د زاهد په شاعرۍ کښې مونږ د هغۀ شخصيت هم وينو، او د هغۀ د چاپېرچل حقيقت هم، د هغۀ د فکر زاويه هم کتې شو او د ژوند نقشه هم او د هغۀ سماجي نظريه هم معلومولے شو، او د طبقاتي سماج حليه هم او په دغه حواله ئې د شخصيت، فن او فکر مطالعه کولے او د عصر، سماج او ژوند اندازه لګولے شو، ځکه ئې شاعري د شخصيت نه او شخصيت ئې د سماج نه بيلولے نۀ شو، دا درې واړه د يو بل د اظهار، اقرار او اعتبار مصدقه حوالې دي، هم دغه د زاهد د شاعرۍ د فکري مطالعې خلاصه ده.
زاهد په يوه طبقاتي معاشره کښې ژوند کوي او طبقاتي معاشره پخپل فطرت کښې يوه د زور، ظلم او استحصال معاشره وي، هغه د سرمايه دارۍ او د عالمي سامراج په عصر کښې د شعور سترګې غړوي، او د ملټي نيشنلز، ډبليو-ټي-او سامراجي ګلوبلائزيشن په دائره کښې ګېر فکرونو وړے دے، هغه د جهل، توهم پرستۍ، نسلي تعصب، لساني منافرت، قبيلوي تنګ نظرۍ، طبقاتي امتياز، مذهبي فرقه پرستۍ، مسلکي انتها پسندۍ، عسکريت پسندۍ او دهشت ګردۍ په بدرنګه، بدبويه او بدخصلته ماحولياتي آلودګۍ کښې ساه اخلي ځکه ئې شاعرۍ کښې د احتجاج ، بغاوت او انقلاب بڅري لمبه کېدو ته لېواله دي چې د يو نوي سماج خوبونه ريښتيا کول غواړي، د يو غېر طبقاتي او غير استحصالي، انسان دوست نظام فکر عام کول غواړي او د خپلې خاورې حقيقي زامن بيدارول او عمل ته آماده کول غواړي چې د هغې هغه جواز هم لري او جواب هم ورکوي، ځکه هغه خاموشه نۀ دے، ژبه ئې قلم کړے دے، قلم ئې علم کړے او علم ئې نيزه کړے دے، ځکه هغه په شاعرۍ کښې د تشبيهه، استعارې، کنايې او اشارې څۀ ښائسته خواږۀ، پاستۀ لفظونه، ترکيبونه او علامتونه ډېر پکار نۀ راولي او نېغ په نېغه اولس ته مخاطب دے، عوامي لفظيات، اصطلاحات او صوتيات استعمالوي او د اولس په ژبه کښې شاعري کوي، کليوالې محاورې، فقرې او روزمرې نه کار اخلي، انداز بيان ئې خطابيه دے، او لهجه ئې اولسي ده، ځکه مؤثره هم ده، زوروره هم ده او عامو خلقو دپاره معتبره هم ده او دا قسم شاعرۍ دپاره دا ساده اسلوب او عوامي انداز ضروري هم دے، دې نه علاوه د ماهيت په لحاظ په غزل او نظم دواړو کښې ئې اولس او خپله خاوره مرکزي حېثيت لري، دواړو کښې ئې خپل حسن ژوندے، شعور بېدار او ضمير آزاد ساتلے دے، او دواړو کښې ئې د حقيقت نګارۍ اسلوب اختيار کړے دے چې په علمي او ادبي اصطلاح کښې ورته تنقيدي حقيقت نګاري وئيلې شي. داسې زاهد په شاعرۍ کښې د يو تنقيدي حقيقت نګار په طور خپله پېژندګلو کوي.
د دې مجموعې د فکري مطالعې ترمخه د زاهد نظمونه د هغۀ د ژور طبقاتي شعور آئينه دار دي، چې لوستونکيو کښې سياسي بيداري او د خپلو حقونو د حصول جذبه پيدا کوي لکه "آفت" د سياسي او طبقاتي شعور عکس لري، "وړومبۍ روژه" د عزت او طبقاتي امتياز عکاسي کوي، "زما او ستا پېژندګلو" د شاعر ژور احساس پکښې غزونې کوي چې د عزت او امارت فرق او خليج واضحه کوي، "د نوي کال نوے سحر ووينه" د طبقاتي ناهموارۍ دلاسه د پيدا شوو حالاتو تصوير کشي ده، "آزادي" په يوه طبقاتي معاشره کښې د آزادۍ تصور او مفهوم بيانوي او د شوق بلنه ورکوي.
دغه رنګ غزل ئې هم د طبقاتي امتياز او د حکمرانو طبقو د جبر و استحصال د سخا او پمنو څهرو نه پرده پورته کوي او لوستونکي ته پرې د غوروفکر غږ کوي او عمل کښې د سماجي بدلون او نوي غير طبقاتي نظام د قيام جذبه او حوصله پيدا کوي، لکه دا شعر ئې د بغاوت جذبې ته جواز بخښي او د راپاڅيدو غږ کوي.
چې بغاوت نۀ کوي اووايه نو څۀ به کوي
کسان بچے چې د خان خېلو لوے جاګير ته ګوري
دا شعر ئې د طبقاتي معاشرې د واکمنو د فطرت او د معاشي و معاشرتي جبر قيصه کوي.
په محلونو دې تود باد هم چرې ونۀ لګي
خېر کۀ د خوارو، غريبانو کنډر اور واخلي
دا لاندينے شعر د شاعر د سياسي شعور سره سره ژور تنقيدي شعور هم واضحه کوي، او د خپل وطن د سياسي او حکمرانې طبقې د خصلت په حواله د قام د خوارې ورځې او مخ په زوال معاشرې ته اشاره کړې ده، او په بين السطور کښې پښتنو ته د سياسي شعور او قامي حقونو د حصول او تحفظ لارښودنه کړې ده.
کۀ زمونږ خان زمونږ په سر سياست نۀ کولے
زاهده! دا عظيم پښتون به دومره خوار نۀ وو
د دې اجتماعي بې حسۍ نه علاوه ئې د خوف او ويرې دې علامت او علت ته هم اشاره کړې ده.
پخپلو سترګو ئې دا هر څۀ ليدۀ، ښۀ پوهيدۀ
خبره دا ده چې جرات ئې د اظهار نۀ وو
د دې هر څۀ لويه واجه ئې دا ښودلې ده چې.
منزل اسان وو او مزل هم څۀ دشوار نۀ وو
خو دا پښتون لالے مې دې کار ته تيار نۀ وو
زاهد چې د خپل چاپيرچل جاج اخلي نو متاسفانه دې نتيجې ته رسي چې.
د ښار کوټوال ته د خپل شک اظهار کولے نۀ شم
زما د کور خلقو د خپله کوره غلا کړې ده
بل خوا زمونږ د شاعر حب الوطني، وطن پرستي او قامي افتخار دا شعر بيانوي چې.
د ډير غروره مې سر لاړ شي تر آسمانه پورې
چې څوک کوي زما د لوړو لوړو غرونو قيصې
زاهد په ملک کښې روان فرقه واريت او تش په نوم جهادي کلچر باندې خپل تنقيدي نظر داسې اچوي او د دغه قوتونو فکري او عملي تضادات هم په ګوته کوي او وائي چې.
د شهادت په نوم پردي بچي په اور سوزول
د مسلکونو استاذانو ته جهاد ښکاري
بل طرف ته زمونږ دا شاعر په عالمي تناظر کښې چې د حالاتو او واقعاتو تجزيه کوي او خپل ملکي او علاقائي صورتحال ته پام کوي نو د خپل سياسي شعور اظهار داسې کوي.
ما د روانې صدۍ هره پاڼه واړوله
چرته د خان جنګ دے او چرته د ملا جنګ دے
خو د خپل عزم، ارادې او عمليت پسندۍ نه مطمئن هم دے او د عمل، کردار او جدوجهد په رڼا کښې خپل هدف، مرام او منزل ورته واضح، آسان او نزدې ښکاري.
مونږ خو به ګوته د زاهد نيسو جنت ته به ځو
خواره خواري د هغه چا ده چې تقدير ته ګوري
د عبدالحميد زاهد د شاعرۍ فکري مطالعه په دې اميد ختموم چې فني تجزيه به ئې بل څوک نقاد وړاندې کړي.
Post a Comment