خاطر افریدی/ خلک چـــې نخښه ولي ګوري ورته

شاعرې

جمعرات، 16 نومبر، 2023

خاطر افریدی/ خلک چـــې نخښه ولي ګوري ورته

 




غزل!


ښه شوله ډېره چـــې انکار دې وکړو

زمــــــا د،  واړه عـــمر کار دې وکړو


خلک چـــې نخښه ولي ګوري ورته

تا چې مـخ پټ کړ نو ګوزار دې وکړو


هله پوښته زمـــــــــا د زړه زخمونه

خو، که د خپلې خندا شمار دې وکړو


زه لا څه نه وايم چې داغ دی پــه زړه

ته لا پېغور کړې چې ديدار دې وکړو


چې د راتلو يې زړه مــايوسه نشي

چې دغه دومره انتــــظار دی وکړو


(  خــاطره) زه دا ستا نه چا وړی يم

وار به دې راشي که لږ واردې وکړو


خاطر افریدی

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف