باد شومه د عشق د ګړنګونو په سرونو
پرېوتم د لیرې وطنونو په سرونو
درېغه چې د ستا د اننګو خوله هم زه وای
پرخې ته چې ګورم د ګلونو په سرونو
سترګې به زما شي اخر غرقې په ژړا کې
ګرځي چې کښتۍ د ګردابونو په سرونو
مات په ما نظر کا چې سپین سترګي حق حیران شي
دُود مې کړه د خپلو محلونو په سرونو
هسې هم ایرې یمه، د باد سره الوځم
سکور مې څله نیسې د زخمونو په سرونو
ځان به خاورې نه کړم، غم د یاره که څو ډېر شې
خاورې دې پرتې وي د تېغونو په سرونو
ښکلي به سر ټیټ کړي یاره ستا په تصور کې
ډېر خاطره ستا د غزلونو په سرونو
ارواښاد مصری خان خاطر افریدی

ایک تبصرہ شائع کریں