د عِشق پۀ سترګو کښې ډېر څۀ پټ وو، پرې چُپ هم وۀ
بیرته ئې ډېر څۀ راښکاره کړل،پرې ملال نۀ وۀ
لاس ئې راکړے وۀ خو لاس ئې نن بیخي یخ وۀ
چې طبیعت ئې خداے زده ولې نن بحال نۀ وۀ
زما څهرې ژړا پخلا کړه، څۀ ضرور، اورې؟
او مروره ئې خندا کړه، دا وبال نۀ وۀ؟
د هغه یاد راسره درد نه سِوا نور نو څۀ وو؟
تل به د زړۀ پۀ پرهرونو کښې سمبال نۀ وۀ
ــــــــــــــــــ
وهمي اورکزے
ایک تبصرہ شائع کریں