روداد: وړومبے برېښنائي تنقيدي اجلاس
کلام: ارشاد خالق
روداد ليکونکے: ځيګر يوسفزے
________________________
دوېم شعر
د صدر صېب د تاثراتو نه ورستو ارشاد خالق ته د بل شعر پوسټ کولو بلنه وشوه، شعر داسې ؤ
مونږ ته راپاتې د حېرت او د سکوت کېفيت
مونږ نه هم جوړ کړلو اخر زمونږ غمونو بُتان
تر شعر شريکولو ورستو ښاغلي همدرد يوسفزي د بحث شورو کولو اجازه ورکړه، په شعر وړومبۍ رائے د عقل ذاده عاقل وه چې، ډېر ښۀ او خوندور شعر دے، د فصاحت کمے لري، خو دا د هر شاعر خپل انداز وي۔ لږ په اسانو لفظونو کښې هم دا شعر ليکلے کيدے شو۔
اظهار احمد اظهار دريځ درلودلو چې،شعر ماته په هر لحاظ ښۀ ښکارې شاعر چې څۀ وئيل غواړې په کاميابۍ سره ئې شعر کښې ځاے کړې دي۔
راقم الحروف د شعر په اړه ووئيل چې، زۀ په دې شعر کښې لږ کمے ګڼم هغۀ دا چې سکوت خو د بُت سره مناسب دے خو حېرت د بُت خاصه بېخي نۀ ده۔ مطلب بُت د بل چا د لاس تراش دے، په هغه اډانه لري، کۀ حېرانه رويه ئې جوړوي او کۀ مطمئنه ئې جوړوي نو زما په خيال دغې نکتې شعر کښې فکري سقم جوړ کړے دے، بله دلته د جمع صيغې تکرار هم د شعر نه د تغزل خواږۀ ختم کړي دي۔
ساګر جان ووئيل چې، ښکلے او په تول پوره شعر دے، مثال کښې اکثر چې څوک اچانک څۀ وويني او د بُت شان غلے حېران ودرېږي، او يا څوک غلے ناست وي، نو مونږه وايو څۀ د ځانه دي بت جوړ کړے۔
حماد حېران ووئيل، ډېر ښۀ شعر دے خو دغه جوړ کړلو لفظ د تغزل راوني لږه شان متاثره کړې ده۔
اظهار احمد اظهار راقم الحروف مخاطب کړو چې ستاسو د حېرت دې قيصې سره زۀ متفق نۀ يم، حېرت بلکل د بُت خاصه کېدے شي۔
فضل رحيم لوهار د شعر په اړه ووئيل چې زۀ د دې شعر د فکر او فن دواړو سره اختلاف لرم۔ په فني حواله مې ورسره لږ اختلاف دے او هغه دا چې
"مونږ نه هم جو کړلو اخر زمونږ غمونو بتان "
کۀ دا داسې شي چې
"مونږ نه جوړ کړي وي اکثر زمونږ غمونو بتان"
نو دا "کړلو" به د مېنځ نه وځي کوم چې لږ درون والے پېدا کوي۔ په فکري لحاظ مې ورسره لږ اختلاف دے او هغۀ دا چې دا شعر د خپل ذات تر دائرې محدود دے،اباسين صېب وائي چې
په ژوند کښې هغه وخت د کار شي سړے
د بنيادمو چې پکار شي سړے
يا سائل صېب وائي چې
"ته د خپل ځان لۀ غمه مرې زۀ د جانان لۀ غمه"
په خپل غم کښې د دُنيا نه ورکېدل نۀ دي پکار، پکار دا ده چې د سړي نه د بل په غم کښې بُت جوړ شي هم دغه بُت ته مونږ کامل انسان وئيلے شو کوم چې د اولس په غم کښې حېرت ترچپتيا يوسي۔
په اخره کښې د شعر په اړه ډاکټر همدرد يوسفزي خپله رايه داسې شريکه کړه،حېرت او سکوت زورور علامتونه دي بت کۀ هر څو بې جانه وي خو د دغه جذبو اظهار پکښې بُت تراش اچولے وي۔ د تصوير يا بُت دغه حېرت او سکوت د ژوند علامتونه دي۔ سکوت او حېرت توري د غمونو نه پېدا کېدل او بيا دغه جذبې د شخصيت برخه کېدل د مينې د الهام او ورکړې يو بل مظهر دے ۔ کۀ څۀ هم شاعر داسې ګڼي دغه د غمونو نه پېدا دي خو دغه غمونه د عشق ورکړه ده او د عشق د ورکړې به ارو مرو د کمال نه خالي نۀ وي۔ نو ښکلے شعر دے۔ بُت کښې حېرت وي او دغه حېرت اصل کښې د فنکار د ګوتو او د تخيل کمال وي بت په سکوت وي خو دغه خاموشي ئې بلا خبر لوڅه وي۔
ښاغلي د خپلې خبرې په پخلي کښې د رحمت شاه سائل دغه شعر وړاندې کړو چې
د خاموشۍ د شور معنو ته به څوک څۀ رسېدو
چې پرهرونه د ګلاب هسې ګويانه نۀ وے
د پېرا لېنګويسټنک استعمال د ژبې د اظهار نه زيات زورور وي
تغزل کښې د لفظونو جوړښت لږ پيکه والے ضرور راوستے دے خو د شعر مضمون دومره زورور دي چې دغه کمي ئې پټ کړي دي او لوستونکي او اؤرېدونکي ئې بخښلي شي۔
روداد: وړومبے برېښنائي تنقيدي اجلاس
کلام: ارشاد خالق
روداد ليکونکے: ځيګر يوسفزے
________________________
مطلع شعر
د تېر ګل په شپۀ د اکتوبر په پنځلسمه نيټه پاؤکم لس بجې حافظ الپورۍ پښتو ادبي ټولنې د واټس اېپ د لارې د يو تنقيدي نشست تابيا کړې وه چې پکښې حماد حيران، ساګر جان، عقل ذاده عاقل، ارشاد خالق،راقم الحروف ځيګر يوسفزي، فضل رحيم لوهار، اظهار احمد اظهار او ډاکټر همدرد يوسفزي ګډون درلودلو، د ايجنډې تر مخه د تنقيد د پاره د ارشاد خالق کلام ټاکلے شوے ؤ، د نظامت او روداد چارې د راقم په غاړه شوې او د محفل صدارت ډاکټر همدرد يوسفزي ته وسپارلے شو، د ټاکلي شوي وخت نه وړاندې راقم د تنقيدي نشست اداب او اُصول پوسټ کړل چې ملګرو ورسره اتفاق وکړو او بيا ئې د نشست د صدر په اجازت ارشاد خالق ته د غزل پوسټ کولو بلنه ورکړه، ارشاد خالق وړومبے ټول غزل پوسټ کړو او بيا د ناظم په بلنه ئې د غزل مطلع پوسټ کړه چې داسې وه
چې ماتول ئې په کعبه کښې په تبرونو بتان
هغو مات کړي وو وړومبے د خپلو زړونو بتان
په غزل وړومبۍ تبصره ښاغلي فضل رحيم لوهار داسې شريکه کړه چې "د غزل مطلع کښې په فکري لحاظ د توحيد مسله بيان شوې ده د حضرت ابراهيم عليهِ سلام واقعه ده کومې نه چې د توحيد مسله شروع کېږي، دا مطلع که يو اړخ ته په فکري لحاظ مظبوطه ده نو بل اړخ ته په فني لحاظ هم ښائسته ده خو د ابراهيم عليه سلام د پاره د (هغو) لفظ کار ول زما په خيال مناسب ځکه نۀ دي چې ،هغو ، يا هغوي مونږ د جمعې د پاره اکثر کاروو۔
ساګر جان ووئيل، که دلته د ليکوال مطلب د اصحابو وي، نو دا واضحه خو نۀ ده چې دغه بتان ئې خامخا په تبرونو مات کړي وو او که مطلب ئې د ابراهيم عليه السلام وو نو هغه ځاے خو زما په خيال کعبه نۀ وه۔
حماد حېران د شعر په اړه ووئيل،تلميحي شعر دے او په هر لحاظ پوره دے۔
د عقل ذاده عاقل د شعر په اړه تاثرات داسې وو، ډيره ښکلې مطلع ده تلميحي شعر دے خو ابراهيم عليه السلام دا بتان يواځې مات کړي وو او يو کس سره چونکه يو تبر وي نو د تبرونو لفظ دا ظاهروي چې ابراهيم عليه السلام سره نور څوک هم وو ... نو دا د هغوي په بهادرۍ کښې لږ شان کمے راولي ... لفظ هغو زمونږ علاقائي دے د پښتو لفظ هغوي دے۔
راقم الحروف خپل تاثرات داسې شريک کړل چې، د لوهار صېب د خبرې سره اتفاق کوم، او په دوېمه مصرعه کښې لږه شان لفظي تېروتنه هم ده، بايد چې داسې وے، هغوي مات کړي وو وړومبے لۀ خپلو زړونو بتان.... نور دا سنت ابراهيمي د اسلام په پيلاتي وخت کښې هم ترسره شوے دے زما په خيال نو د جمعې صيغه هم نامناسبه نۀ ده۔
اظهار احمد اظهار د شعر په اړه ووئيل چې،تلميح مطلع ښايسته کړې ده او خيال ته ئې نوې رنګ بخښلے دے،ښاغلي د عقل ذاده عاقل سره اتفاق هم څرګند کړو خو بيا ئې ورسره زياته کړه چې کېدے شي شاعر د باميان واقعې ته اشاره کړې وي۔
عقل ذاده عاقل جواب ورکړو، دا اجازت به صدر محفل شاعر له ورکوي چې د هغه کومې واقعې ته اشاره ده … د باميان واقعه ماته نۀ ده معلومه۔
د مطلع شعر په اړه د نشست د صدر ډاکټر همدرد يوسفزي تاثرات په دې ډول وو،مطلع ښه زوروره مطلع ده بيخي مکمل ابلاغ ترې کېږي۔ تلميح ورته هم وئيلے شو۔ بتان ماتول کۀ مونږ لږ نور واضحه کړو نو مطلب ترې د خپل فکر او عقيدې د پاره د خپل زړۀ نه ټول بتان ويستل پکار وي او ځان خپل مرام ته د رسيدو يواځينۍ لار هم دغه وي۔ ښاغلي همدرد يوسفزي زياته کړه چې د ډاکټر اسرار صېب شعر دے چې
د زړه نه وسوسې او انديښنې ويستل پکار دي
دا پاتې څو بتان د دې کعبې ويستل پکار دي
زه د دې شعر يو بل اړخ ته هم ګورم هغه دا دي چې بتان ماتول يا د چا د مذهبي مقدساتو ته داسې نظر کول يو طرف ته د انتها خوښۍ تاثر هم ورکوي۔ مونږ انسانان داسې هم اوسيدے شو بلکې ډېر ښۀ اوسېدے شو چې د ټولو مذهبونو او د هغوي د مقدساتو احترام دې په ځان لازم وګڼو هم په دغه طريقه به زمونږ د مقدساتو هم درناوي کېږي۔
(جاري)
Post a Comment