وخت که به هرڅو حمله ور شو د تیارې په شان
ورته به زۀ هم ځلېدم ـــــــــــــ د ستارې په شان
ښه ده چې هر څه دې په خلاصه ژبه ووې راته
ښه ده چې نۀ وې ـــــــ د مبهمې اشارې په شان
هغه د یوې ـــــ اتفاقي شان نندارې نه وروستو
بیا مې ونه کړه ننداره ــــــــــ د نندارې په شان
که څه هم اوس مې اخري کلونه شمارم ژونده
خو یادوم یې ـــــــــــــ د اولې سیپارې په شان
خوښه دې خپله ده که ځې که پاتې کېږې دلته
ما رانیولی نۀ یې هیڅ ــــــــــ د اجارې په شان
زما شاعرې! ــــــــ سخن فهمه توجه دې غواړم
خیال ته درځمه ـــــــــ د تازه استعارې په شان
قېصره یاره، ما وې وبه شی ــــ خو ونۀ شوله
په دې وطن کښې ګوذاره ــ د ګوذارې په شان
Post a Comment