سراج الدين سراج / ژوندون مې پۀ اوګو باندې بار کړے دے روان یم

شاعرې

Monday, November 6, 2023

سراج الدين سراج / ژوندون مې پۀ اوګو باندې بار کړے دے روان یم

 




ژوندون مې پۀ اوګو باندې بار کړے دے روان  یم

قاتل یم هر ارمان مې ــ پۀ دار کړے دے روان یم


دا روح مې د مودو نه ـــــــــــ د وتو پۀ انتظار دے

پۀ زور مې پۀ کالبوت کښې ـــ ایسار کړے دے  روان یم


د کرکو نه بې زاره ــــــــــــــ د وفا پۀ لاره یون کړم

ضمیر مي خپل ـــ د مینې پۀ لار کړے دے روان  یم


د بل خفه کؤل مې ــــــــ د ژوندون کتاب کښې نشته

 دا خپل زړۀ مې پخپله ــــــ آزار کړے دے روان یم


پۀ کوم چا ورپسې شمه ــــــ پۀ نېغه لاره څوک دي

دې سوال سراج ــ د هر څۀ قلار کړے دے روان  یم


              سراج الدین سراج

              "د شعور انګازې"

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف