خواږه یاران، تراخه وختونه مې په یاد ګوهره!

شاعرې

جمعہ، 10 نومبر، 2023

خواږه یاران، تراخه وختونه مې په یاد ګوهره!

 



غزل: 

سعید ګوهر



خواږه یاران، تراخه وختونه مې په یاد ګوهره!

زه چې پــــــه ډیره مینه باندې وم آباد ګوهره!


زما د ښار ټولې کوڅې دې پــه سکون وي مړې 

د چا به هېر یمــــــه، د چا بــــه یمه یاد ګوهره!


که ارزو وي که طلب کـه تقاضا که خـــــواهیش

هــر یو ماشوم دی پـه ما ګران لکه اولاد ګوهره!


زه تــــــوازون یمــــــه د ژوند، ما فیصله کړې ده 

مینـــــه د ښکلو، زما مینـــــــه د هیواد ګوهـــره!


دا سیاست به مې اخر خوار کړي په څېر د وطن

بخت او وخت دواړو راتـــــــه کړے اتحاد ګوهره!


ارشاد ګوهره! ستا کمال ستا پــه کلام کښې ثابت 

پښتونخوا ټوله درتــــه یو غوږ ده ، ارشاد ګوهره!


ستا پــــه غزل کښې د باقي پاتــــه کیدو امکانات 

ته به ژونـدے ، وې خدائے بخښلي ارواښاد ګوهره!

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف