د پښتو ژبې د ښاغلي او سپيځلي شاعر وهمي ورکزي

شاعرې

Thursday, November 2, 2023

د پښتو ژبې د ښاغلي او سپيځلي شاعر وهمي ورکزي

 




د پښتو ژبې د ښاغلي او سپيځلي شاعر وهمي ورکزي شعري مجموعه " ديوالونه " د مارګلې په کنډاؤ را واوړيده او تر ما را ورسيده، د ګران وهمي ورکزي دې پښتنې مينې ته مننه وايم ښه خوشحاله ژوند سلامتي يې د رب غواړم . 

وهمي ورکزے د خپل عصر په شاعرانو کښې د خپل ځانګړي اسلوب خاوند دے د هغه شعري مجموعه د پښتو شاعرۍ په پنګه کښې غوره اضافه ګڼم خداے دې د تخليق سرچينه هم دغسې لري چې د ادب تنده غري پرې خپله تنده ماته وي.


اوس    وختونه   پښه  نيولي  دي  ولاړ  دي

نه    تېريږي   لکه   مخکښې  تېرېدل    چې 

قلندره !     سمندر     کښې     انتشار     وه

ترې  موجونه  دې  کوزه  کښې  بندول  چې

پاکه خدايه ! زمکه اوچاودې ' ورکوز شوے

                                                   *****

 همدمه!   د  اسرو  مې  يو  ورک   لورے  لټؤم 

د ژوند په تروږمۍ کښې د بخت ستورے لټوم

پښې ابلې د اميد  په سوراړا کښې وهمي سوزم

ځم     چرته  د  شها  د  زلفو     سيورے     لټؤم 


د وهمي ورکزي د شعري مجموعې " ديوالونو " نه انتخاب


                    

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف