غزل
ستا د لفظونو تُک بندۍ کښې الهام, نۀ پېژنم
ستا په کلام کښې د ښېګړې پېغام, نۀ پېژنم
تا په جامه کښې د يارۍ سوداګري کړې ده
زۀ غرضي نۀ يم د سود زيان مقام نۀ پېزنم
د محبت په سر مې واړه تهمتونه ښکل کړل
د عاشقې له توره بل يو الزام, نۀ پېژنم
تا د شهرت لپاره داغ په سپين لمن پورې که
زۀ د ضمير په خرڅ انعام و اکرم, نۀ پېژنم
په تورو شپو دې د اولس د سر سودا کړې ده
زۀ د اولس غم کښې سحر او ماښام, نۀ پېژنم
ستا د پيالو شونډو خمار, نشه به ډېره وي خو
د ځيګرخون په نشه مست يمه جام, نۀ پېزنم
لکه فرهاد مقابله کړم د خپل سر په قيمت
د عشق سنګر کښې د سرونو انجام, نۀ پېژنم
Post a Comment