اجمل خټک /

شاعرې

جمعرات، 9 نومبر، 2023

اجمل خټک /

 



 


کچکول روان دے   ، رباب ټنګېږي

روڼه جنګېږي ، کور   ئې  ورانېږي

لارې تيئرې دي، قام ئې ا  ودۀ دے

دنيا پۀ څۀ ده، پښتون پۀ څۀ دے


غټ غرضي  شو   ، خوار  ناخبره

قاضي بې توله   ، حاکم  بې سره

منډه د دۀ ده   ،  ښکار د هغۀ دے

دنيا پۀ څۀ ده پښتون پۀ څۀ دے


دنيا د خان شوه  ، دين د مُلا شو

ژوند نۀ د ستا شو، او نۀ زما شو

قلم څۀ نۀ شو    ، عَلَم څۀ نۀ دے

دنيا پۀ څۀ ده پښتون پۀ څۀ دے‌


کور بې مالکه کوڅه کې سپي شو

موسم بې وخته  ، پټي  پردي شو

د ګونګي چغه ،   کار   د ړاندۀ دے

دنيا په څۀ ده، پښتون په څۀ دے




شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف