غزل
لا خو مې ستا ترخې اوبه خلې له وروړلی نه دی
لا ارمانونه مې د تريخ ژوند نغمه کړی نه دی
زما د زړه د پرهر درده راترغاړه ووځه
زما د زړه د کوره څوک بې نوا تلی نه دی
ته د دردونو د نغمو په ژبه څه پوهيږې
د چا پرهر پرهر وجود ته دې کتلی نه دی
ما خو پرې پهې د جانان د شونډو هم کيښودې
څنګه زخمونه دی چې خلې يي لا ورغلی نه دی
لا رانه مه ځه د يار خياله شپه په سر پرته ده
لا په زنګون مې مې ستا خيالونه زنګولی نه دی
ستا د ګجرو ستا د پينزيبو د شړنګا په خاطر
مونږ ليونيو په دار خندلی دی ژړلی نه دی
شابه يو څو د نظر غشی دې راووروه
څو ورځې وشوې پرهرونو مې خندلی نه دی
زړه مې غوښتل چې ورله راوړمه همه رنګونه
خو د يو څو سلګو نه زيات مې څه راوړلی نه دی
ساقی په ډک محفل کښې ووې تهمت مه لګوۍ
زاهد شرابو ته لاس کړی دی خو څښکلی نه دی
Post a Comment