شاعر : اقبال مومند / په کور کښې به دې کېږدمه سمبال به دې ساتم

شاعرې

اتوار، 5 نومبر، 2023

شاعر : اقبال مومند / په کور کښې به دې کېږدمه سمبال به دې ساتم

 

 


   غزل


په کور کښې به دې کېږدمه سمبال به دې ساتم 

اے زړه! که ستا رضا وي نو لږ خيال به دې ساتم 


ته ځې خو نه د ځانه سره مه وړه نښانې 

تصوير او لونګين ګوتمه رومال به دې ساتم 


ښې نه ښکاري د وخت د نېزه والو ارادې 

تنديه! نو تر کومه پورې ډال به دې ساتم 


سنګار له خو دې نه ساتم سنګر له به دې وړم 

ټوپکه  !   د ملګري په   مثال به دې ساتم 


جونګړې ته مې وې چې ورانوي دې يو سړے 

چې ور به دې ساتمه که دېوال به دې ساتم 


انکار ته خو مې هم نه راجوړېږي کنه خله 

اقباله! خو په طمع د    وصال به دې ساتم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف