غزل
عالم کښې د عدم مې شو مضطر شباب بيا
شايد د مخ نه دور کړو دلبر نقاب بيا
هم درد و هم دوا ده ژړا ما لره د عشق
باران فنا کړي هم ترې شي پيدا حباب بيا
واپس نه ځي چې راشي چرې قاصدان د غم
اوس دا مې دې خيال نۀ لېږم جواب بيا
صابر خو عشق دې ولې ګويائې حسن کړی
زخمک خموش سر کړي پۀ نغمو رباب بيا
نن چشم مې شو خروش کښې مسکی چې يار شو
اوس بې خودي د عشق ده مخکښې سراب بيا
حمزه جنون د عشق شو داعي تيار شه
اوس لار کړه اختيار د صحرا شتاب بيا
ایک تبصرہ شائع کریں