رحمت شاه سائل د ګل ښائيسته ځوانی جانانه تاته چرته رسي

شاعرې

جمعرات، 2 نومبر، 2023

رحمت شاه سائل د ګل ښائيسته ځوانی جانانه تاته چرته رسي

 



غزل  :

  رحمت شاه سائل 


د ګل ښائيسته ځوانی جانانه تاته چرته رسي

سپرلي که ډير په تا وريږی ماته  چرته  رسي


ته د خپل ځان له غمه مرې زه د جانان له غمه

زاهده    ! ستا ثواب زما    ګناه ته  چرته رسي


زه دې    ژوندون زپلے     زه دې    هر ستم زپلے 

زما د سټړي    زړۀ   اواز   دنيا    ته  چرته رسي 


د وچو شونډو د خندا    مانا  دې   څه  وكړمه

غنچك د ګلو  دې    د مخ حيا ته   چرته  رسي


ما په    قدم قدم     سزا     د    وفا    وخوړله

ستا د هزار جرم    قيصه سزا  ته  چرته  رسي


د انتظار  د ډيوې ژوند     يوه سلګۍ  پاتې ده

كه  ډېره هم راكاږي    ساه سبا ته چرته   رسي



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف