زه چې په وصــــــال او په هجران کښې فرق کولى شم
ښکاري چې په ځــــان او په جانان کښې فرق کولى شم
کله به جنــــــــــــــــــــــــــــونـه! ما آزاد له هره غمه کړې
لا خو په لمن او په ګـرېـــــــــــوان کښې فرق کولى شم
سود به هله وکړم چې د سود نه بې نـيــــــــــــــازه شم
زيان کښې يم، ترڅو سود او زيان کښې فرق کولى شم
دا به بوالهـوس وي چې جانان ته ستمـــــــــــــګـر وايي
زه يې په ستم او په احـســـــــــان کښې فرق کولى شم
مينه د لمســـــــــــــــي وي که د زوى وي مينه مينه وي
زه که په "محسن" او په "احسان" کښې فرق کولى شم
"درده" چې د دواړو احـتـيـــــــــــــاج ته مې نظر وکړو
خداېږو که ګدا او په سلـطـــــــان کښې فرق کولى شم
رحمت الله درد
ایک تبصرہ شائع کریں