اصېل ذاده هميش / ما سره فکر د عقبا هم دے

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

اتوار، 29 اکتوبر، 2023

اصېل ذاده هميش / ما سره فکر د عقبا هم دے

 



غزل


ما سره فکر د عقبا هم دے

 په سر مې غم پروت د دنيا هم دے


د چا بې دریغه مال ته نۀ کړیږي

زړۀ مې غریب دے خو  باچا هم دے


د رعايه د سر سودا هم کوي

د ملک باچا اخته په غلا هم دے


بعضې شکلونه په کښې نیم ښکاریږي

د ائينې دغه ګناه هم دے


داسې سړي پسې مې نیت تړلې 

چې  باجه هم غږې ملا هم دے


ستا د زیرک نظر نه ځار ! همېشه

کۀ ډیر خیرن ده خو صفا هم دے


همېش

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف