پۀ بيا بيا به مې کتلو چې دا څوک دی
نن مې ځان نۀ پېژندلو چې دا څوک دی
تصويرونه د تېر وخت مې وو پۀ لاس کښې
ګرد د يو يو مې څنډلو چې دا څوک دی
د پېړی د څلور نيمې برخې پسته
جينۍ يار نۀ قبلولو چې دا څوک دی
د اوږدې مسافری نه پسته ښځې
له خاوند مخ پټولو چې دا څوک دی
تر ځوانی له ماشومتوبه جنګ کښې ورک وو
خور له ورور مخ اړولو چې دا څوک دی
چې پۀ تېر عمر واپس کلي ته راغی
چا "ماښام" نۀ خپلولو چې دا څوک دی
(ماښام خټک)

ایک تبصرہ شائع کریں