لايق زمان صدف

شاعرې

Saturday, October 28, 2023

لايق زمان صدف

 




ما د خپل ارمان كلي ته راولې

يه خدايه جانان كلي ته راولې


ما ته چې ژوند پسې ګران شوى دى

هغه په ما ګران كلي ته راولې


خدايه دا دعا زما قبوله كړې

هر چاته ياران كلي ته راولې


هغه چې خوږ ژبى دى په كلي كې

هغه خوږ زبان كلي ته راولې


اوس چې په صدف مشهور شوى دى

ها لايق زمان كلي ته راولې

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف