راشي تلوسه راله خوب نه راځي/فيروز اپريدي

شاعرې

Saturday, October 28, 2023

راشي تلوسه راله خوب نه راځي/فيروز اپريدي

 


راشي تلوسه راله خوب نه راځي

ټوله، ټوله شپه راله خوب نه راځي


زه چې شم خفه شم، په سلګو ويده

ته چې شې خپه راله خوب نه راځي


تاته شيش محل كې باران څه وايي

څاڅي مې خېمه راله خوب نه راځي


شوم د تصوف په باريكو خبر

پروت يم په سجده راله خوب نه راځي


راغلم اپريدى په نيمه شپه ساقي

را يوه پياله راله خوب نه راځي


 

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف