لا مو چې زړګي ته رانږدې نه وى
لا مو چې تر منځه فاصلې نه وى
ما به درنه سر صدقه كړى وى
ياره! كه پيغور د زمانې نه وى
غم دې د راتلو راسره اوسي تل
كړې دې چې ما سره وعدې نه وى
ولې به افګار داسې مړه مړه كتل
ښكليه! كه دې سترګې دومره مړې نه وى
ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.
المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف
Post a Comment