ارواښاد صابر شاه صابر نطم
ســـپرلـــي تـــه
د ستــــورو قــافلــې چې د خيــــبر په زړه دېـــره شي
سپــــوږمــۍ د تـاتـــرې او د ايـــلم سره جرګــــه شي
بـولان سره زهـره غيـږه په غيـږه خولـه په خولـه شي
په واورو د چــترال کښې پلــوشـې د نمـــر اوبـــه شي
په هــره لار د حسـن د احســـاس اورونــــه بـــل شي
په هــر زړه کښې د مينـې غورځنګونه په غوبــل شي
د هــر ګـودر په غـاړه د درخـو د بنګــړو شــړنګ شي
د هــر کاڼــي نـــه پــورتــه د ادم د ربــاب تــرنـګ شي
د ژونـــد د احسـاس سترګو کښې نظـر د "الائي" شي
پـه هــره ونــه غنــه کښــې غـــيـرت د مــلالـــۍ شي
د مـينــــې د مـابڼ لـيـــونــي مسـت شي پــه ګـــډا شي
د ژونــد د ابـاســين زړه کښې مـوجونــه په خنــدا شي
په هــر ښکلي تندي کښې د خلوص د وفــا خــال وي
په هــر ښکلي نظــر کښې د خنـــدا د رڼـــا ټـــال وي
په غــر په سمــه يــو شانــې ګلونـــه شي شينکي شي
داغونــه د غاټــول د زړه زخمونــه شي موسکي شي
په زلفــو کښې څـوک ښکلي د ريــدي ګلــونــه راوړي
مئــين زړه ليـــونے شــي د خنـــدا نـه پـه شـــا واوړي
ســپرليـــه بيــا راځــه زمـــا د مينـــې ايمــــان ګـــوره
راځـــه ځــــان خــبــروه زمـــــا د زړه زمــــــا د زوره
که ځان مې درلــوګے نکــړو که ټــول درنه ځار نشوم
مست نشـوم، نشه نشـوم ستــا په غيږ کښې خمار نشـوم
نــو بيـــا مـې پـه ســر سترګــو د اجل پــه کاڼـــو ولــــه
مــا څه چې زما سيــورے زمـــا پــل پــه کاڼــــو ولــــه
Post a Comment