پروفيسر رحمت الله درد صېب
غزل
داسې زر که اوړي له زبان نو بیا دې نه راځي
یاد که ورته نه وي خپل پېمان نو بیا دې نه راځي
وایي محبت کښې امتیاز زما او ستا نه وي
ما که ګڼي زمکه! ځان آسمان نو بیا دې نه راځي
زه به پاڼې پاڼې زړه په لار کښې ورته وشیندم
ما نه زیات په بل چا که وي ګران نو بیا دې نه راځي
زه خو یې جانان ګڼمه! ځان ګڼم ورځمه به
ما که هغه نه ګڼي خپل ځان نو بیا دې نه راځي
درد دی زما زړه کښې محبت دی مینه مینه ده
نه وي که د مینې قدردان نه وي نو بیا دې نه راځي
وصل چې د دواړه ضرورت نه وي خوند نه کوي
یار که خېژوي په ما احسان نو بیا دې نه راځي
زه ورسره نه کوم حساب د کم وبېش #درده
غواړي که خپل سود او زما زیان نو بیا دې نه راځي
Post a Comment