غزل
ارواښاد ډاکټرصاحب شاه صابر
چاچی د کلي مازيګر سندره کړي نه وي
هغه د بام د ايشارو په ژبه نه پوهيږي
زما د زړه دردونه دومره بي دليله نه دي
چه ستا د سترګو د بڼو په ژبه نه پوهيږي
د زړه تڼاکي مي په داسي بڼو اوڅيرلي
چه د تڼاکو د چاودو په ژبه نه پوهيږي
هغه د خپل ظالم نظر د زوره نه دي خبر
هغه زما د اسويلو په ژبه نه پوهيږي
هغه بي لوظه بي پښتو هغه بي خوږو سړي
هغه د ميني د پښتو ژبه نه پوهيږي
مينه خود سره وي صابره خپله خوښه کوي
د مصلحت د فلسفو په ژبه نه پوهيږي
Post a Comment