ارواښاد ډاکټرصاحب شاه صابر

شاعرې

بدھ، 25 اکتوبر، 2023

ارواښاد ډاکټرصاحب شاه صابر

 




مونږ څنګ خلق څنګ سړي يو

لیوني يو

چې د مينې په نوم ننګ شي 

د ښائست په وطن جنګ شي 

مونږ خبر شو

زر شو ورشو

خپل ځانونه لولپه کړو

خپل کورونه خوار خسته کړو

لاړې لړه کړو تالا کړو

غزا اوکړو

توره اوکړو

چې جنګ تم شي 

هر څه سم شي

نو څه داسې خلق راشي

چې د کومې راپيدا شي؟

خو د جنګ په وخت کښې نه وي

د تاوانه خبر نه وي

خو د هر څه مدعيان شي

مشران شي منصفان شي

ميدان نيم کړي

هر څه خپلو کښې تقسيم کړي

زمونږ مړي مونږ له راکړي

مونږ ته خپل مړي په شا کړي


ــــ ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف