تـا چـې ماتـه سـتـــــــــــــــرګــې کـړې ببـرې قلنـدرې

شاعرې

منگل، 17 نومبر، 2026

تـا چـې ماتـه سـتـــــــــــــــرګــې کـړې ببـرې قلنـدرې

 



ـــــــ قلندرانه غزل ـــــــ


تـا چـې ماتـه سـتـــــــــــــــرګــې کـړې ببـرې قلنـدرې

تـراړه دې کـړم اى د اور بـڅـــــــــــــــــــــرې قلنـدرې


ګونـدې زما مينـه دې په زړه کښـې خـداى پيـدا کړي

زه بـه "بـخــــــــــــــــــــاري" تـه وړم شکـرې قلنـدرې


حسـن دې نـور زيـات شـه اداګـانــــې دې سېـوا شـه

يـو غـــــــــــــــــــرور دې مـات شـه زورورې قلنـدرې


يـو بغېـر لـه مـانـه چـې د چــــــــــــا پـروا ونـه کـړې

تـورې ستـرګې ګــــــــــرځـــه سـرې بـوغـرې قلنـدرې


بيا دې زلفې غوړي، سترګې تورې، شونډې سرې کړې

بيـا پـه چـا يـلـغـــــــــــــــــــار دى لنـډ وزرې قلنـدرې


نـن خـو دوه پـه دوه چــې دوه خبـــرې سـره وکـړو

نـن خـو دې رقــيـــــــب کـړه لـه ځـان کـرې قلنـدرې


نـه د چـا رضــــــــــــــــا تـه ګـورې نـه د چـا وفـا تـه

دومـره غـرور ولـې ستـمـګــــــــــــــــــــــرې قلنـدرې


"درد" غونـدې شـاعـــر دې د ښايست سنـدرې وايـي

نـاز کـوه پـه حســن بـخـتــــــــــــــــــــــورې قلنـدرې


رحمت الله درد کليات نه انتخاب!

انتخاب ــــــــــ دٙ مروتو شاعران

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف