ګرځی راګرځی وینم ګورم په زرګونو خلق
خو هغه نشته چې بللے شی د زړونو خلق
دلته کښې طمعه د هیچا نه د مرهم مه کوه
دلته کښې مالګې دوړوی په پرهرونو خلق
خبره چرته کښې پټېږي چې ځان غل غل کوی
زما او ستا نامې لیکې په دیوالونو خلق
پاس په هوا کښې غوښې غوښې ښې وجود الوځی
دا څوک بې رحمه دی چې وژنی په بمونو خلق
تسکینه داسې په بدخته قوم کښې ژوند کوومه
چې يې ټول وخورل سوچونو او وهمونو خلق

ایک تبصرہ شائع کریں