زۀ به لۀ پښې لاندې کومه زړګے

شاعرې

منگل، 17 نومبر، 2026

زۀ به لۀ پښې لاندې کومه زړګے

 



زۀ به لۀ پښې لاندې کومه زړګے


پردے زوی ورور د چا خپل شوې نۀ دې

پېدا د بل چې وي د بل يې ګنړه

خپل دې ګنړمه لېونے یمه زۀ

بل دې که خپل ګنړي پاګل يې ګنړه


وینه بل شے دے مینه بل شے دے

دالته کښې مینه پکارېږي کله

واړه د ځان دي څو چې ځان دې نۀ شي

د بل پۀ خوږو څوک خوږېږي کله


دا قدرتي ده داسې کېږي کله

ستا پۀ لباس به غولېدلے یمه

مئین خو ړوند وي مئین څۀ پوهېږي

کېدے شي زۀ چې تېروتلے یمه


تۀ چې خوشحال يې تۀ خوشحال اوسې

تۀ لۀ رقیب سره ګرزېږه خېر دے

ما زړۀ ته مه ګوره د خپل زړۀ کوه

نېغ بےپروا پۀ ما تېرېږه خېر دے


که زړۀ مې نۀ غواړي چې نورو دې شي

خو زۀ به نوره صبرومه زړګے

که مینه هر څو د سیالۍ ډکه ده

زۀ به پۀ زور قابو کومه زړګے

زۀ به لۀ پښو لاندې کومه زړګے



📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف