تورو تورو شپو غېږ کښې نیولے یم
زه د کم نصیبه خلقو کلے یم
سوچ کوم خو هېڅ هم رایادېږي نه
څۀ پسې لۀ کوره راوتلے یم
زۀ به پخوا لاړ وم لۀ دې ښاره خو
ستا د سترګو ست ته پښه نیولے یم
ته به یوه ورځ خالي درشل څارې
زه به زندګې چرته وژلے یم
شور دے او په شور د خاموشی پلو
یه تسنیمه! دا چرته راغلے يم
کلام: ریاض تسنیم

ایک تبصرہ شائع کریں