تۀ جانان ئې زۀ جنون یم تۀ پښتو ئې زۀ پښتون یم

شاعرې

بدھ، 18 نومبر، 2026

تۀ جانان ئې زۀ جنون یم تۀ پښتو ئې زۀ پښتون یم

 



تۀ جانان ئې زۀ جنون یم

تۀ پښتو ئې زۀ پښتون یم


څۀ جذبه د محبت ده

نه ساکن نه په سکون یم


دا چې نن په مخ روان یم

خپل سبا ته له پرون یم


ودرېدل مې عادت نۀ دے

یو عمل زۀ د بدلون یم


د مرام پوښتنه څۀ کړې

نغمه ګر زۀ د ژوندون یم


یو لیدې نه شمه اوښکې

نور خو کلک د زړۀ ستون یم


رازه ! زلفو پسې مرمه

جوړ فطرت کښې د شبخون یم


سلیم راز

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف