زه چې غم د پښتانۀ خورم
نو سرکار جي ستا نه څه خورم
ما پۀ کومه ګناۀ وژنې
خزانې تۀ خورې کۀ زه خورم
چې مرګي لره مې بيائي
پۀ خندا ځان پۀ هغه خورم
د سود خور نظام د لاسه
نه خورم نه خورم نه خورم نه خورم
وخته دومره مهلت راکړه
زۀ دا ټول سړي خوارۀ خورم
د دشتونو په سراب کښې
ما غرمه خوري زه غرمه خورم
زه خولې اوښکې را يو کړم
دا خواږه د ژوندانۀ خورم
غريبۍ چې خفه نه شې
پۀ تا تل سوکوړک سابۀ خورم
آئېنې ږدمه ړندو تۀ
لېونو ته خپل مازغۀ خورم
د الزام او تهمتونو
توک پۀ هر يو تنارۀ خورم
دا ژوندون مې څومره خوږ دے
چې يې خورمه ځان په ده خورم
د يار غمه رانېزدې شه
تا به سر پۀ زنګانۀ خورم
ما وې زۀ پۀ تا مئېن يم
تا وې زۀ په دې تاوده خورم
زما ورک امير رزاقه
راشه زۀ درپسې زړۀ خورم
امير رزاق امير

ایک تبصرہ شائع کریں