پروفیسر اظہار اللہ اظہار/مینه راپاسی ،زمکه اوبايلی اسمان اوګټې

شاعرې

ہفتہ، 14 نومبر، 2026

پروفیسر اظہار اللہ اظہار/مینه راپاسی ،زمکه اوبايلی اسمان اوګټې

 



غزل 


مینه راپاسی ،زمکه اوبايلی اسمان اوګټې

څوک به په دې تاواني منډه  کې خپل ځان اوګټی


ساه په سکیندو شوله د مینې اخری سلګۍ دی

کاش چه دڅړیکو دې پړاو باندې انسان اوګټی 


د محبت کاروان ، د درد په سمندر  لاهو شی

ورک تعبیرونہ ،  د خوبونو  کهکشان  اوګټی

 

د چا چه هم لاس کې فانوس دې نو روښانه دې وی 

د بیابان بايیللې لوبه دې طوفان اوګټی

 

د محبت  دغے  ادا تہ  ، څه  عنوان ، ورکړمه

اول چه  ما بیخی ارزان کې بیا م   گران اوگٹی


زما په زمکه  چه لمبې راکوزې کړی دی تا

اسمانه ستا بايللې جنګ دې اوس باران اوګټی 


یوه خبره ده که مرم کنه ژوندی پاتې شم

که م قاتل  بریالی کیګی ،که  جانان اوګټی 

 

په لاس يې هیڅ ور نه شی هسې جواری ده مینه

څوک چه په دې جنګ کې سر اوبايلی،سامان اوګټی


ماتی  به اوخری چه حجره او جومات نه پیژنی

زما د قام زلمی که هر څه د دوران اوګټی 

  

 د خپل اظهار نه زما، سر او مال قربان دواړه شه

د مینې جنګ مدام د مینې  په تاوان اوګټی


پروفیسر اظہار اللہ اظہار صیب

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف