نظم: ژوند او خوب

شاعرې

Saturday, October 24, 2026

نظم: ژوند او خوب




نظم: ژوند او خوب

د خوب دنیا ته مې

خپل سر ورښکاره کړے ؤ نن

معلوموله مې

چې ژوند په خوب کښې څنګه ښکاري؟

ژوند ته چې ګورمه

نو ژوند راته یو خوب ښکاري

بس یو منظر دے

چې خندا او خوشحالي ده پکښې

بیا یو منظر دے

چې تیارۀ ده او ژړا ده پکښې

بیا یو منظر دے

چې امید او خوش فهمي ده پکښې

خو بل منظر دے

چې بېخي نا امیدي ده پکښې

یو بل منظر دے

چې زما په لاس کښې هر څۀ شته دے

خو بل منظر دے

چې د ځان نه بغېر هیڅ نۀ لرم

دې منتشرو منظرونو مې رامات کړلو خوب

په حقیقت کښې

چې مې ژوند او خوب ته فکر وکړو

دا ټول منظر راته

بېخي یو لېونتوب ښکاره شو

خوب راته ژوند ښکاره شو

ژوند راته څۀ خوب ښکاره شو

ارشاد خالق

شانګله پښتونخوا

يکم مارچ ۲۰۲۳ لږ وګوره



📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف