سترګې ظالمانــــــــې وي ، سترګې قاتلانــــې وي

شاعرې

Saturday, May 31, 2025

سترګې ظالمانــــــــې وي ، سترګې قاتلانــــې وي

 



سترګې


سترګې ظالمانــــــــې وي ، سترګې قاتلانــــې وي

نور به چا ته نۀ ګـئورم ، مړ کړم د يار مړو سترګو


مستې چې شي ځوانـــې شي ، لا څۀ قصابانې شي

زړۀ مې کــــــئړو قطرې قطرې ، بيا چړو چړو سترګو


خلق د سپرلــــــــــو مزې ، اخلـــــــي د ځوانـــــو مزې

ما ته خو تريخ کــــړے ژوند ، ډېر د چا خوږو سترګو


ټوله شپه شوګـــــــير کؤم ، لوبــــــــې په تصوير کؤم

خـــوښ په شوګــــــــيرو کړمه ، زۀ د يار اودو سترګو


پوې نۀ شومه هېڅ په ځان ، پاتې شوم حېران حېران

زړۀ   رانه   په  چل  چل کښې  ، يوړو  غلچکو  سترګو


رحمت شاه سائل

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف