څنګه چی ياره کتابونه لؤلو
داهسی دخلقو دا نيتونه لؤلو
دا د ژوند هاغه سر تا اورسېدو
دا چی تندی لؤلو مخونه لؤلو
ماسپخينے مالدار کړی غټی غټی
مونږه خبر ي نا کارونه لؤلو
ستادعظمت نخی موسم کښ ګورو
دا چی وريځی بارانونه لؤلو
مونږ تا د کلی مګرمچھ غصه دے
ځکه چې مونږه ئ رګونه لؤلو
که يو ماشوم چرته په سوال اووينو
بيا ټوله شپه ئ نصيبونه لؤلو
ته د سپرلی د رنګ خبر ئ آشنا
مونږ په خزان کښ هم رنګونه لؤلو
د پرهرونو نه غزل جوړوو
بهاوله درد لؤلو غمونه لؤلو۔۔۔۔۔۔

Post a Comment