چې برداشت ختم شي د خولې چغې پۀ زوره اوځي
زخم چې غټ شي نو خبره د ټکوره اوځي
هغه هستي د قام ښائست شي چې د قام د پاره
لکه سرۀ زر ښۀ اوټکيږي او د اوره اوځي
شي به سپرلے او سپين صبا د ښاپېرو پۀ وطن
کۀ ترې يو ځل د جهالت دا بلا توره اوځي
دلته نه کور مستقل شته او نه کوربۀ مستقل
روح چې د تن د کوره اوځي تن د کوره اوځي
ژوند د شور نوم دے، خاموشي د مرګ نه بل څۀ نه دي
ژوندے شي شر د خاموشۍ، چې ساه د شوره اوځي
وارخطا نه شې روغانيه! هر څۀ کيږي پۀ وخت
غوټۍ به ګل شي چې موده پرې لږه نوره اوځي

Post a Comment