دا ژوند لکه غـــزل، مـــداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
نيمګـړی مکمل، مــــداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
ارمان لکه غـــرمه، د سوي هاړ ،مداح يې خال خال
حالات لکه کنګل، مـــداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
سړي لکه لېوان دوستــان يې ډېر دښمنان کــم کوز
دا ښــار لکه ځنګل ، مــداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
دا عشق لکه بل اور ،نه مدعي لــري نه خپل خو
معشوق لکه اوربل،مـــداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
لټون لکه مــزل، هرڅوک ساه ساه، توبه ،توبه مې
مقصود لکه منـــزل ، مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
اوس هم يو نيم مغل ،د ناز خاونــد دی پښتنو کښې
اوس هم شته لا بير بل،مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
ممتــاز لکه تدبير، لــږ پلويان لري لاليه
رقيب لکه توکل ، مــــداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
ممتاز اورکزے
Post a Comment