کۀ د ظلم زخم شته خو ټکور هم شته
کۀ دښمن شته خو دوست هم شته دے ورور هم شته
پۀ دانش چې کړي د جبر ماڼۍ ورانې
خوار اولس کښې داسې مړي د ګور هم شته
د مظلوم د خاموشۍ نه او ويرېږه
خاموش بم دے پکښې زور شته او شور هم شته
دومره ګوره چې پۀ چا پسې روان ئې
پېشوايانو کښې روغ هم شته شمکور هم شته
پښتونخوا کښې د پښتو پل صراط دے
پام کوه ګورے تور هم شته پېغور هم شته
پۀ غرور کښې داسې مه وايه چې زۀ يم
پۀ دنيا کۀ نظر واچوې نور هم شته
پۀ سپين والي فخر مه کړئ ملغلرو
پۀ نايابه جواهرو کښې تور هم شته
يم خاکسار خو د چا جبر وړلے نه شم
يمه خاورې خو پۀ خاورو کښې اور هم شته
کۀ د حسن مئ، مينا پيالۍ بېسيار دي
روغاني غوندې لېواله مېخور هم شته

Post a Comment