چې کلے چُپ وي او رسۍ د دار خبرې کوي

شاعرې

Saturday, May 31, 2025

چې کلے چُپ وي او رسۍ د دار خبرې کوي

 


لېونې د کار خبرې کوې


چې  کلے  چُپ وي او رسۍ د دار خبرې کوي

نو داسې وخت کښې لېوني د کار خبرې کوي


زړونه هم چا دي د لعلونو په بدل اخيستي

دا خلق خدائې خبر د کوم بازار خبرې کوي


دغه نرگس سترگې او دغه په زړه کاڼے جهان

په دغـــه گل شونډو به څه سرکار خبرې کوي


هر ځائې او هرچـــا ته مو خپله مدعا بيان کړه

اوس دې په مونږ پسې دا واړه ښار خبرې کوي


تسنيمه! داسې يو همزاد سره مې عمر تېر شۀ

د شمار خــــــبرې  اوري  او د شمار خبرې کوي


#ریاض_تسنیم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف