روغانے بابا
دا زړه م ډير خفه خفه دے چه په څه خفه دے
خورمه قسم چه لږ خفه نه دے نن ښه خفه دے
د جهان ښه د جهان بد ، تر يو زړګـې پورې دې
دے تمامـې جهان خـفه ځکه چـه زړه خـفه دے
پخپل حساس او غمجن زړه باندې م زړه اوسوځـې
ښه پې پوهيږم چه په خپل نصيب اوده خفه دے
دغه جــادو نه دے نور څـه دې د سـاحرو سـترګٶ
چه په ده نه کوې خفــګان دے په هغه خـفه دے
يا خـو پـرې بيــا راوريــدلــې دې زړي خــبرې
يا خـو د چـا ظـالــم د قـهـــر پـه کاتــه خـفه دے
د روغـــانــې خفه کول څه دومره ګران خو نه دې
ځـان ترې خفه کړه روغـــانـے غريب خفه خفه دے
روغانې بابا
Post a Comment