همقدمه ! ولې ژاړې؟

شاعرې

Monday, May 26, 2025

همقدمه ! ولې ژاړې؟



نظم

همقدمه ! ولې ژاړې؟
لۀ پرديو څوک ګيلې کړي؟
چې احساس ورپکښې نۀ وي
دا به څۀ رنګه څوک خپل کړي؟
بې وجدانه دي پرېږده ئې

همقدمه ! تۀ معصوم ئې
دا هجوم دے ډېر بې رحمه
دوي د ورځې حرقه پوش وي
بيا پۀ شپه کښې شرمخان شي
خپل هم جنس هم نواله کړي

همقدمه ! د بدها د وطن ښکليه
د معصوم احساس دې جار شم
ستا فکرونه آفاقي دي
خو ماحول چې سازګار نۀ وي
بايد غلے ترې روان شې

همقدمه ! زۀ دا ستا او تۀ زما ئې
خپلې ستړې ماته وايه
زۀ به هم يې تاته وائيم
لۀ بد ذوقو ګيلې مۀ کړه
زۀ ستا درد لره دوا يم

همقدمه ! د ايلم د سر ګلابه
مونږ به ټول عمر له يو يو
لۀ يو بل څخه به نۀ ځو
او کۀ مرګ را مخکې نۀ شۀ
نو کاروان به مخکې بيایو.

بختور شاه ـــــــ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف