چې زما د پرهــــرونو مېلمانۀ دي
ستا يادونه کـــــه دردونه دي خواږۀ دي
هغه خلق د مئينو رهبران شول
چې د مينــې لۀ مسلکه خبر نۀ دي
په دې ښـار کښې به سړي سړي ته ګورې
د دې ښار بـــلا ســړي سړي خوارۀ دي
چــې په ښکلو پسې تلــــي هغه ورک وي
چــې د ښکلو چــــــا منلـــي هغه مړۀ دي
په ســــاده ساده کتــــــو د سړي زړۀ وړي
دا واړۀ واړۀ پے مخـــــي ډېر پاخـــــۀ دي
د صــــابر غونـــــدې بې سره لېـــــوني له
د الفـــت پـــــه زنځــــــيرونو تړل ښۀ دي
(ډاکټر صاحب شاه صابر) ٫٫
Post a Comment