يو عام غوندې سړی وۀ ، قلندر نۀ وۀ مرشده

شاعرې

Saturday, May 31, 2025

يو عام غوندې سړی وۀ ، قلندر نۀ وۀ مرشده

 



غزل 

رياض تسنيم 


_______________

يو عام غوندې سړی وۀ ، قلندر نۀ وۀ مرشده!

تسنيم خو ستا د کرښو نه بهر نۀ وۀ مرشده!


دا خدای خبر د کومو دعاګانو برکت دی

زما خو په خپل ځان دومره باور نۀ وۀ مرشده!


منمه چې دا ښار د بربادۍ په لور روان وۀ

هيڅ نه وو ، خو زړۀ داسې هم کنډر نه وۀ مرشده!


يو زۀ د مدح خوانو په هر بار کښې کوږ لرګی وم

زده کړی مې بس دغه يو هنر نۀ وۀ مرشده!


ساتلی يې په شونډو دروغژنه هرکلی وو

خلاص کړی چا د زړه د قلا ور نه وۀ مرشده!


دې مرګ چې لۀ کافورو جولۍ ډکه وه راوړې

دا ټول کلی خبر وۀ ، خو خبر نۀ وۀ مرشده!


خبر چې شۀ د هجر د کېميا لۀ خاصيته

تسنيم خاوري ايرې وۀ ،بيا سرۀ زر نه وۀ مرشده!

_______________


د رياض تسنيم کليات ۱۷۲

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف