دَ حقيقت تلاش کوه کۀ حقيقت ته رَسې
ځان دَ انسان پۀ نظر ګوره کۀ عظمت ته رَسې
دَ منزل هره لار صفا نه وي خنډان وي پکښې
له شر، آفت دي تېرېدۀ کۀ شرافت ته رسې
دَ خدائے دوستي ده دَ مخلوق پۀ دوستانه کښې پټه
دَ غمزَپلو شه غمخور کۀ ولايت ته رَسې
پۀ پېدائش پۀ مرګ دې بَل صفا اَو پټ اُوساتي
انسانه! تۀ پۀ بَل انسان انسانيت ته رَسې
چې دَ ښۀ ژوند پۀ طمع بل ته پۀ سجده پرېوځې
دا، مُصيبت نه سَر اُوباسې مُصيبت ته رسې
کۀ دې خپل عقل کړۀ بندي دَ غير دَ عقل پۀ دام
دے روايت چې به دَ حق نه روايت ته رسې
ژوند اَو قلم مې کړل قربان ستا د عُروج د پاره
اے زما قومه ته چې رَسې نو ذِلّت ته رَسې
سل ګناهونه اُوکړم تَاله يو ثواب اُوګټم
زۀ به دوزخ ته تلے يم تۀ چې جنت ته رَسې
Post a Comment