قـــــرار پسې مو هسې بې قـــراره زندګی کــړه
د عقل پــه رڼــــا کښې مو بې لاره زندګي کـــړه
هر نوي ضرورت نــه پس شول نور ضرورتونـــه
پــه خپله مــو ځانونو تـــه دشواره زندګی کـــړه
د يو زلمي بې وخته مـــرګي داسې کانې وکـــړې
دنيا کې يې هـــر چاتـــه بې اعتباره زندګی کـــړه
بيلتــون و، شـــوګيرې وې، اضطـــراب و، رقابت و
ستا عشق راباندې بيا هم خوشګواره زندګی کـــړه
کوم غم ته مخامخ نه وم، کوم درد نه په امان وم
مـــا بيا هــم پـــه خندا خندا بـــاداره زندګی کــــړه
د ژوند تصور دا دې چې د خپلې خوښې ژونــد وي
د نــن پارون حو "درد" د چا د پـــاره زنـدګی کـــړہ
پروفیسر رحمت الله درد
Post a Comment