زه د غره سړی یمه
ښار د هوښیارانو دی او زه د غره سړی یمه
تــورې زولنې راپســې ګــرځي لــیونی یــمه
ورکې مې تسبې دي د زنځیر په کړۍ ذکر کړم
زر ځله شــهید یمه او زه زر ځله ژونـدی یمه
څښلې مې دي خپل غزل د تورو وینو لپه ده
نه یمه شــاعـر، نـه د غـاټــولـو کنـډولی یمه
ما نه شیشې مه تاووه زه خو څه څراغ نه یم
نه مرم په طوفان کښې عجیبه اور اورکی یمه
تا په سپینو لاسو باندې سین ته ورګوزار کړمه
کاڼی ومه تور خو اوس له شوقه شین غمی یمه
ځان مې په مریو کښې د تار غوندې پټ کړی دی
زه د کومې چټې پر ټــټر بانــدې ځونډی یمه
کوڼ که وي جرس نو خپل ویده کارواّن به ویښ کړمه
مات به شم په شرنګ د لیونی د لاس بنګړی یمه
****
پیر محمد کاروان
Post a Comment