سترګو کښې حسرت ته د چا وګوري

شاعرې

Sunday, January 19, 2025

سترګو کښې حسرت ته د چا وګوري

 



غزل


سترګو کښې حسرت ته د چا وګوري

خلق خو په تلو کښې په شا وګوري


هېڅ ئې په تلو کښې راته ونۀ وې

چرته ده چې ما په غوغا وګوري


اوښکو کښې نظر مې هم لاهو شولو

سترګې به مې اوس څۀ رڼا وګوري


دومره بې رخۍ سره څوک نۀ درومي

لږه خو د زړونو رضا وګوري


یو ئې جدائي بل تنهائي شوله

نوره به څۀ ما له سزا وګوري


را دې شي په ما به خوږېدله چې

خوږ په خوږ دے روح خو زما وګوري


راشي تصور ته رازه ! غلے شان

ورانه د زړګي مې دنیا وګوري


سليم راز

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف