د سخت روزګار نه، نه وېريږي بې روزګاره سړے

شاعرې

Monday, January 20, 2025

د سخت روزګار نه، نه وېريږي بې روزګاره سړے

 


 غزل 


چرته به لاړ شي اخر، ستا له انتظاره سړے؟

د سخت روزګار نه، نه وېريږي بې روزګاره سړے


اوس د تسبو پر ځاے   په ګوتو ستا وعدې اړوي

ستا محبت دومره بدل کړ، لمونځ ګوزاره سړے


وطن دې وخوړ، احسانونه هم کوې په وطن 

چې دا چوکۍ دې په سر ماته کړي واکداره سړے 


خداى خبر خوب ترينه چا وړى دى؟ که ورک دى چرته؟

د سترګو جيب کښې وهي ګوتې تر سهاره سړے 


اجمل منصور وايي غزل خو خېټه نه مړوي

باقره! څه نا څه کوي، د ژوند لپاره سړے

#باقر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف